ایکناخبری آژانس د ډيلی ټرسټ له قوله راپور راکړ، زمونږ د هرې ورځې په ژوند کې د ټيکنالوجۍ کارندوالي د ترحیرانونکي حد پورې په زیاتیدا سره،دیني شعائر او اداب هم له دغو اغیزو بې ګټې نه دي پاتې . مسلمانان په تیره بیا په روژې مبارکې میاشتې کې شپه ورځ ډیر زیات دیني فعالیتونه او عبادتونه ترسره کوي او ټیکنالوجي د دوي ددیني دندو له ترسره کولو سره ډیره مرسته کوي .
د ټيلیفون د ټلۍ چغه ، د سحری یا پشمني لپاره د ویښولو کار ترسره کوي او همداراز د پنځه وخته آذان و د لمانځه وختونه ښئ او همداراز د نقشې په وسیله ورته تر ټولو نزدې جومات او ریسټوران ورته په ګوته کوي .
داسې نور ډير ایپلیکشنز شته چې د لمر د راختو او لویدو یعني د سحري او روژماتي وختونه ورسره په ډيره آسانۍ سره معلومیدلی شي.قطب نما ورته دقیبلې لوری ورښئ.
پر دې سربیره ځیني نور پلیټفارمونه او ایپلیکشنونه هم شته چې د روژې په میاشتې کې د خوړو د رژیم له مدیریّت کولو سره ډیره مرسته کوي .نو یو څو ایپلیکشنونه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي .
ډيجیټل قرآن (al Quran او Quran for Andriod
د حلالو خوړو لپاره د هوټلو ایډریسونه او تر کوره ئې د رسولو آسانتیاوې (جمعه فودز، TripAdvisor) همداراز نور ډير ایپلیکشنز او پروګرامونه شته چې په دغې مبارکې په عبادتونو کې ورڅخه ډيره ګټه پورته کیدلی شي .